زمونږکلے ډير خائښته وو. رنګ رنګ ونو بوټو د کلی ښکلا
کښی بے کچه اضافه کړی وه. ساده خلک، ساده خوراک او ساده ژوند، هر طرف ته مينه وه. زمونږ
د کلی زيات تره خلکوبه د تعليم په
محکمه کښی نوکريانی کولی.
زه له وړکے ووم. سکول، جمات او بيا لوبی. دا ټول زما
ژوند وو. زه په دے ژوند کښی ډير خوشخاله ووم او اوس چی هغه وخت کله کله راياد شی
نو د خيال په ټال خپل ماشومتوب ته لاړ شم. د خپل کلی خړو کوڅو کښې ګرزم او ډير
خوندونو ترے اخلم.زمونږ په کلی د سوات سيند نه د فرنګيانو په وخت کښي يو نهر رابيل
کړي شوي وو. دا نهر که يو طرف ته دا سيمه اوبو کوي نو بل طرف ته په ګرمو کښې دا
سيل سپاټی مرکز هم وو.د کلی د نهرغاړه چرته چی ما د ګرمی په چهوټيانو کښی د سحر نه
تر ماښام پوری لامبل او هغه د الوچو او
شالتالونو باغونو هم راياد کړم چی په غرمه کښی به مو د ډيرے لوګې له وجه په غله
شوکول.
زمونږ نه د خپل کلی په نهر ځان ورک وو. ګرميانو کښی
زمونږ سمی مزی وې.سحرکښی چي به د کرکټ نه ښه ستړي شو نو لامبلو له به مو د نهر مخه
اوکړه.د يوی غوپی نه پس به پوره يوه ګهنټه
نمر ته ناست وو. لکه د فرنګيانو به د اوبو په غاړه ناست وو او د نمر نه به خوندونه
اخستل. رنګ به مو تک تور شو.سم افريقينان به رانه جوړ شوي وو. د چهټيانو نه پس چي
به سکول ته لاړو نو اکثر به اوستاذنو نه زمونږ شکلونه هم هير شوي وو.
زمونږ په کلی کښي ډير ےغټی ونووی.د سپرلي موسم شروع کيدو
سره به ونو کښی د سائبيريا او د
خواشا نورو ملکونو نه مرغی راتلې. زموږ د کلۍ ونو
به د دی مرغو ميلمستيا کوله او په مياشتو مياشتو زموږ د کلې په ټاپو ګانو او ونو
کښی به ئے ناسته کوله.غټی مرغی مثلا يلی او د بغدادي کرکوړه ښکار زموږ د وس کار نه
وو.د غټو مرغو ښکار به زلمو کولو. زموږ په برخه تش چتی وو. مونږ به په لينده د چتو
ښکار ډير په شوق سره کوو.روزانه به د ټولو ملګرو مقابله وه چي زيات چتی به څوک
ولی. زما د تره ځوي محمد شايد خان په لينده کښی ډير شيشناک وو.په يو ګوزار به ئے
چتی د ونو نه راګوزار کوو.
د محمد شايدخان لينده به تل په وينو سره وه. کله چی به
هغه چتے ويشتو نه د چتی وينه به ئے خپلی ليندي پسي ومګله.د خلکو دا خيال وو چي د
مرغو وينه لينده پسي مګلو نه پس ښکاری نور هم شيشناک شي.
زه او شايد ډير ښه ملګري وو او د چتو ښکار له به په
شريکه تلو. زمونږ جيبونه به هر وخت د کانړو نه ډک وو. غونډي کانړي ته مونږ سی جی
ګولی ويلا. زمونږ عقيده جوړه شوی وه چي په غونډي کانړي ښه ښکاری کيږي.
مونږ به د چن چينو خټ په شوو کښې د سکول نه پس ښکار له
تلو. دلته د شوو ونی له وړي وي او چتی به ورکي هم ډير زيات وو. مونږ به روزانه په
دی خټ کښی دوه دري چتی ويشتل.
دچتو خپل يو خاص د ناستي سټائل وي. هغه په يو ځاۍ نه
کينی. شايدخان د چتو په هر يو حرکت پوها وو د هر حرکت او ټوپ نه پس به هغه د شيش اخستونه پس چتی ښکته رانسکور کوو.
د چتی غوښه هم ډير غوړه او خوږا وي. د ښکار نه پس به
مونږ چتی په اور کښي وريت کوو او خوندونو به مو تی اخستل.
.
No comments:
Post a Comment